زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-13  |  2024-05-21  |  تازه شوی په: 2024/05/21 - 05:25:1 FA | AR | PS | EN
بغلان کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي             «متقی» او «روزمېري ډیکارلو» د دوحې د درېیمې غونډې پر اجنډا او ترکیب بحث وکړ             د هواپېژندنې ادارې نن په ۱۲ ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی             غور کې سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۰ کسانو ژوند اخیستی             په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ ته ورسېد             د همالیا ټرانس په غونډه کې د طالبانو حکومت استازي ته د ګډون بلنه             په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو             د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام            

تاريخ النشر: 2024/04/29 - 04:45:4
زيارة: 235
مشاركة مع الـأصدقاء

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو
 په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو

انصار: (د غویی 10مه)، په افغانستان کې نن (دوشنبې) ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو د رسولو څلور ورځنی کمپاین پیلې شو، خو په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ځنډول شوی دی.

له پولیو پاک افغانستان پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اوسني کمپاین په ترڅ کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو ترڅنګ د ویټامین اې کپسولونه هم ورکول کېږي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې له دې فرصته ګټه واخلي او خپل ماشومان نه یوازې د پولیو پرضد واکسین کړي بلکې ویټامین اې هم ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي په دې کمپاین کې چې څلور ورځې به دوام وکړي له پنځو کلونو کم عمره لس اعشاریه اووه میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وايي، "له نېکمرغه په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې". خو په تېر ۲۰۲۳ کال کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبتې شوې وي چې ټول یې په ختیځ ننګرهار ولایت کې وې.

چارواکي وايي د پولیو پرضد روان ملي کمپاین په غور، بامیان او دایکنډي کې د وروښتونو او سیلابونو له امله له نورو ولایتونو سره هممهاله نه ترسره کېږي بلکې څو ورځې وروسته به پيل شي.

ګوزن یا پولیو يوه وېروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو د واکسين له لارې یې مخینوی کېدای شي‎.

د عامې روغتیا وزارت روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو کال یاد کړی او ویلي یې دي چې په دغه کال کې به په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ پرضد د واکسین کولو څلور کمپاینونه ترسره شي چې اوسی هغه یې لومړنی دی.

افغانستان او پاکستان اوسمهال په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي په کې لا هم شته.

پاکستان کې روان کال تر دې دمه د ګوزڼ دوې مثبت پېښې ثبت شوې دي، خو تېر کال دغه شمېر شپږ تنه و.

دوې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د تشخیص لابراتوار د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړيوالې شبکې په ملاتړ جوړ او پرانیستل شو.

د یادونې ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان ډبلیو اېچ او چارواکو په دې وروستیو کې له افغان چارواکو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د پولیو په له منځه وړولو کې به پوره همکاري ورسره کوي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31329






*
*

*



قرأ

په افغانستان کې د قابلو پر روزلو د ملګرو ملتونو ټینګار


د "سوري زړه په ناروغۍ" اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو


یو ان دی پی: افغان روغتونونو کې مو ۳ میلیونه ډالره پانګونه کړې


په افغانستان کې تېر کال د توبرکلوز ۸۰ زره پېښې ثبت شوي


په ارزګان کې نوی روغتون پرانیستل شو


روغتیایي سیستم باید اصلاح او د سرطان د درملنې جوګه شي


د ښځینه وو په ګډون د اکمال تخصص لپاره د څه باندې ۶ زرو ډاکټرانو ازموېنه


په سوري زړه ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې دوام


د کندهار له طب پوهنځي د ۸۷ نارینه ډاکټرانو فراغت


د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسینو د کمپاین پيل


د افغانستان روغتیایي سکتور سره د جاپان نژدې ۷ میلیونه ډالرو مرسته


د افغانستان ۴۰۰ میلیونه ډالره اوس هم بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره وړل کیږي


د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ښځینه ډاکترانې کمې دي


پاکستان وایي پولیو هم له افغانستانه دوی ته راغلې


یونیسف د افغان ماشومانو د ملاتړ ژمنه کړی


په ننګرهار کې د پولیو بله مثبته پېښه ثبت شوې


چین د روغتیا سازمان د کرونا اصلیت څیړلو ډله دغه هېواد ته نه ده پریښې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان